د كشمير پارليماني كمېټۍ ان كېمره غونډه به د اګست په 8 مه نېټه كېږي

اسلام آباد۔04 اګست(اے پی پی) د كشمير پارليماني كمېټۍ 21 مه ان كېمره غونډه به د روانې مياشتې په 8 مه نېټه كېږي۔ د قامي اسمبلۍ سېكر له مخې دا غونډه به ان كېمره وي۔ د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي په مشرۍ كښې كېدونكې دې غونډه كښې به خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف ٬ د اسلامي تعاون تنظيم د آزاد او مستقل انساني حقونو كمېشن 12 كسيزه پلاوې په شمول د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي هم ګډون كوي۔ د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهریار خان آفریدی به غونډه كښې ګډون كوؤنكي او د او آئي سي د جوړ كړې شوي آزاد او مستقل انساني حقوق كمېشن پلاوې د هندي حكومت لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزو او په 5 اګست 2019ء د آئين دفعه 35A او370 خاتمې نه وروستو مقبوضه سيمه كښې د مسلمانانو اكثريتي تناسب په اقليت بدلولو له د غېر قانوني ګامونو په اړه بريفنګ وركوي