اېل آر اېچ پېښور كښې د كورونا رنځورانو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ شمېره 128 ته ورسېده

پېښور ۔3 اګست(اے پی پی)لېډی ریډنګ هسپتال (اېل آر اېچ ) پېښور كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره پرله پسې مخ په زياتېدو ده۔ د نهې په ورځ د 26 نوو رنځورانو سره شمېره 128 ته ورسېده۔ د اېل آر اېچ وياند له مخې د روغتون په آئي سي يو كښې دا مهال د 12 رنځورانو درملنې روانې دي۔ خېبر ټيچنګ روغتون پېښور كښې د كورونا رنځورانو له په بېلو كړو 106 كټونو دا مهال 72 رنځوران پراته دي۔ دغسې د انتظاميې له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا نور درې رنځوران په حق رسېدلي