د لېنډ ریکارډ کمپیوټرائزېشن : زوړ سیسټم څخه خلاصي لپاره یو انقلابي ګام

امتیاز احمد

ترجمه: ډاكټر واحد الله ايوب الازهري

اسلام آباد03اګست (اے پی پی)محفوظه زمکې د هر يو هېواد او ټولنې په زرعي ، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کښې بنيادي اهميت لري۔ درست معلومات او د مستند ريكارډ شتوالے نه يوازې د وګړو لپاره د محفوظه زمكې او د جائيداد حقونو آسانيو ترلاسه كولو له يوه ذريعه ده بلكې قامي منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او انتظامي اقدامات له هم ضروري دے۔ دې سره به نه يوازې په عدالتونو د مقدمو پیټے سپك شي بالكې په مقدمو راتلونكې خرڅونه به هم كم شي۔ د بد ه مرغه 22 كروړه ابادي لرونكي هېواد كښې د پخواني نظام د لاسه د كومې زمكې د ملكيت تفصيلات ترلاسه كول ډېر ګران كار دے۔

 

لېنډ انفارمېشن سسټم د زمكې د رجسټرو په روايتي نظام اډانه لري۔ دا ريكارډ پېچلے او ډېر پخوانے دے او په دې نظام كښې موجوده معلومات هم ناكافي دي۔ د زمكې فرد ريكارډ ترلاسه كولو له څو څو ورځې د پټواري دفتر ته تلل پغاړه كېږي۔ د دې بنيادي سبب د خلكو د قانوني چارو نه بې خبري ٬ كرپشن ٬ د اختيارات ناوړه كارول او د ځينو بدعنوانه سياسي او سماجي وګړو لاس وهنه ده۔ دغسې د زمكې وېش كښی د مساوات نشتوالے ٬ دھوكه ٬ شخړې ٬ رجسټرېشن ٬ د خرڅولو او د انتقال كولو نظام كښې د عدم تحفظ په ډول مسئلې شته چې له امله ئې دې سېكټر په زړه پورې پرمختګ ونه كړے شو۔ دې مسئلو حل كولو لپاره اړوندو ادارو كښې بهترۍ له قانوني اصلاحات او د زمكې مخفوظ ريكارډ لپاره نوې كمپيوټرائزډ تګلاره خپلول د وخت مهم حاجت ؤ ۔

لېنډ ریکارډ كښې اصلاحات لپاره کمپیوټرائزېشن يو بنيادي عنصر دے۔ انفارمېشن ټېكنالوجي كارولو سره به ريكارډ ته د اولس رسنه آسانه شي چې ورسره به نه يوازې بډې او شخړې ختمې شي بلكې د كاركردګۍ د زياتوالي امكان به هم رامخې ته شي۔ دې حقائق تر مخه په كال 2013ء كښې د نړيوال بېنك او د پاكستان حكومت په مرسته د پنجاب صوبې په 145 تحصیلونو كښې د لېنډ ریکارډ کمپیوټرائزېشن پروجېکټ پېل كړے شو۔ خو بيا وروستو تېرو حكومتونو دې څانګې ته خاص پاملرنه ونه كړه۔ د پاکستان تحریک انصاف حكومت دې منصوبې ته اهميت وركړو او د پنجاب حكومت اعلی وزير سردار عثمان بزدار په مشرۍ كښې ئې پنجاب لېنډ ریکارډ مېنجمنټ انفارمېشن سسټم (پی اېل آر اېم آئی اېس) شروع كړو كوم چې د حكومت لخوا يو انقلابي ګام دے ٬ دې سره به نه يوازې كرپشن بلكې د پټوار سسټم روايتۍ كمۍ ختمېدل هم ممكن شي۔

دغسې د پنجاب حكومت په لارښوونه پنجاب لېنډ ريکارډ اتھارټی د اولس آسانۍ له د موبائل اېپ ’’ډیجیټل-پی اېل آر اے‘‘ اجراﺀ هم كړې چې ورسره د زمكې او رجسټرۍ معلومات ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه كېږي۔ دې سره سره دا اېپ د خپلې خوښې معلومات ترلاسه كولو او د دې محفوظولو كښې هم مرسته كوي۔ وزيراعظم عمران خان څو څو وارې د دې خبرې اهميت رامخې ته كړے چې د خلكو د استوګنې حاجتونو جاج اخستو له د زمكې ريكارډ ډیجیټلائزېشن ډېر ضروري دے۔ دې سره به لېنډ مافیا ختمه او رئيل اسټېټ سېكټر وده وكړي۔ د زمكې ريكارډ ډیجیټلائز كولو مقصد د پراپرټي مالكانو يو بشپړ فهرست لرل ٬ عام وګړي له تر معلومات رسنه آسانول ٬ زمكيز حقونه محفوظ كول٬ د شخړو امكانات كمول ٬ سرمايه كارۍ له غوره چاپېرچل راجوړول او د شمېرو او خدمات رسنه زياته سپېځلې اود بدعنوانۍ نه پاكول دي۔

د پنجاب لېنډ ریکارډ اتھارټی ډي جي معظم اقبال سپرا له مخې اتھارټی لا فعاله كولو او د لېنډ ریکارډ ډیجیټائزېشن لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ هغه ووئيل پنجاب لېنډ ریکارډ اتھارټی د خلكو آسانۍ لپاره په تېر يو كال كښې د لېنډ ريكارډ سنټرز شمېره كښې ښكاره زياتوالے كړے۔ د 246 اسپېشل لېنډ سنټرز نه علاوه ، د سېټلائټ سنټر او نورو ادارو په مرسته 5 زره نه په زياتو جوړو كړو سېنټرز د لېنډ ريكارډ خدمات عامو وګړو ته وركولې شي۔ د پنجاب لېنډ ريكارډ اتھارټي وياند له مخې په كال 2018-19كښې 17 اربه روپۍ قامي خزانه كښې جمع كړې شوي او 5 ملینه وګړو ګرد پنجاب كښې 152 لېنډ سنټرز څخه استفاده كړې ۔ تېر مالي كال 2020-2021 كښې 40 لکه نه زياتو درخواست كوؤنكو ته ريكارډ سروسز وركړے شول كومو كښې چې 1.2 ملین نه زياتو وګړو ته د جائيداد د انتقال خدمات رسول شامل دي۔

د وياند له مخې د پنجاب لینډ ریکارډ اتھارټي 12 اربه روپۍ په قامي خزانه کښې جمع کړي، دغسې د زمکې ریکارډ مرکز څخه ټول آمدن 22 اربه روپو نه زيات ريكارډ كړے شوے۔ دا د تیر مالي کال په مقابل كښې 37 فيصده زيات دے کوم چې د زمکې ریکارډ مرکزونو څخه د خدمات په وركړه د خلکو باور څرګندوي. هغه ووئيل پنجاب لېنډ ريكارډ اتھارټي د’’لېنډ ټرانسفر اېنډ مېنجمنټ‘‘ ترسېوري لاندې سركاري خزانه كښې 7456 ملینه روپۍ جمع كړې شوي۔ په ريونيو كښې زياتوالے لېنډ ریکارډ سسټم كښې د ټېكنالوجۍ كارولو سره ممكن شوے ۔ اتھارټی دوه كاله وړاندې د تحصيل په كچه د زمكې ريكارډ كمپيوټرائزډ كول پېل كړي ۔

په ابتدائي توګه 152 لېنډ ریکارډ سنټرز له آسانۍ وركړې شوي۔ اوس د دې آسانيو د كار دائره د 5000 نه زياتو مركزونو ته پراخا كړې شوې۔ په دې كښې 60 قانون ګوئی سیټیلائټ سینټرز، 2800 نه زيات نادرا ای سهولت مركزونه ، 10 ای سروسز سېنټرز او 28 کمرشل بېنکونه شامل دي۔

د ویاند له مخې اټومېټېك سیسټم نړیوال معیار ته رسولو لپاره عصري ګامونه هم پورته کیږي. په بهر هېوادونو كښې د پاكستانو وګړو آسانۍ له لېنډ ريكارډ سروسز به ډېر زر په امريكا ، انګلستان ، متحده عرب امارات او سعودي عربستان کښې د پاکستان په سفارتخانو کښې پېل شي. تر دې دمه 65000 وګرو ته د آن لائن فرډ سسټم د لارې اسانۍ وركړې شوي۔ دغسې کرېډېټ کارډ ، ډېبټ کارډ ، جاز کېش او د ایزي پېسه د لارې د آن لائن ادائيګۍ نظام هم معارفي كړے شوے۔ په روان مالي کال 2021 کښې د زمكې انتقال په لړ كښې په مجموعي توګه 7.45 اربه روپۍ په خزانه كښې جمع كړې شوي۔ دې نه ځانله د سركاري املاك ساتنې له هم هر ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔

د پنجاب لېنډ ریونیو اتھارټی ټولو اقداماتو مقصد د اي ګورننس وده ٬ د لېنډریکارډ ډیجیټلائزېشن او د اتھارټي كاركردګي ښه كولو د لارې خلكو ته آسان خدمات وركول دي۔

دلته دا خبره هم د يادونې وړ ده د لېنډ ډیجټیلائزېشن په حقله وزيراعظم عمران خان په دې وروستيو كښې سروے آف پاکستان ته د لېنډ ډیجټیلائزېشن بشپړولو هدف سپارلے ؤ ٬ په اولني پړاؤ كښې په كراچۍ ٬ لاهور سټي او د اسلام آباد لېنډ به ډیجټیلائزېشن كار روان دے۔ د ذريعو له مخې د لېنډ ډیجیټلائزیشن كار بشپړولو له د مال محكمې ريكارډ ، سېټلائیټ امېجري او د فیلډ سروے مرسته ترلاسه كېږي۔ هيله ده چې په دې منصوبه پېشرفت سره به د زمكو ريكارډ ډیجیټلائزیشن عمل زر تر زره بشپړ شي او د اړوندو مسئلو حل كولو له به مرسته ترلاسه شي۔