سعودي عربستان څخه راخوشي شوي 28 پاكستانيان د پي آئي اے خصوصي پرواز د لارې هېواد ته راورسېدل

لاهور۔3 اګست(اے پی پی)سعودي عربستان څخه راخوشې شوي 28 پاكستانيان د پي آئي اے خصوصي پرواز د لارې هېواد ته راستانه شول. سېنېټر اعجاز احمد چوهدري د لاهور په علامه اقبال نړیوال هوایی مېدان دوی ته هركلے اووې۔ په دې مهال د پي ټي آئي كارمندان او د بنديوانو عزيزان هم موجود وو۔ ميډيا سره خبرو كښې سېنېټر اعجاز احمد چوهدري ووئیل د وزیراعظم عمران خان په لارښوونه زه سعودي عربستان نه د پاكستانو بنديوانو هېواد ته په راستنېدو هرکلي لپاره راغلے یم ، مونږ لپاره دا ډېر د خوشحالۍ وخت دے۔ هغه ووئيل دې نه وړاندې د اختر په موقع 62 او نن 28 كسان پاكستان ته بېرته راغلي۔ د بنديوانو په راخوشې كېدو مونږ د وزيراعظم عمران خان او د سعودي حكومت مننه كوؤ۔ هغه ووئيل دې پاكستانو وګړو ته د وزيراعظم عمران د هڅو له امله خپلو مينه والو سره د ليده كاته موقعه ترلاسه شوې ۔ سېنېټر اعجاز احمد چوهدری ووئيل د نړۍ ټولو هېوادونو سره د بنديوانو راخوشې كولو په اړه خبرې روانې دي۔ په خليج كښې زيات پاكستاني وګړي بنديوان دي ځكه دغې هېوادونو ته زياته پام لرنه كولې شي۔ په دې موقعه هغه د ټول اولس لخوا د سعودي عربستان حكومت مننه وكړه۔ د ذريعو له مخې راخوشي كړے شوو پاكستانو وګړو كښې 19 بنديوان په سركاري او 9 په ذاتي خرچه لاهور ته رارسېدلي۔ په دې موقعه راخوشي كړو بنديوانو كښې سراج خان ،غلام مرتضی او نورو ووئيل مونږ خپل هېواد ته په رارسېدو ډېره زياته خوشحالي محسوسوو۔ د ډېرې مودې نه مونږ د خپلو مينه والو ليدو ته لېواله وو۔ مونږ د وزيراعظم عمران خان مننه كوؤ چا چې زمونږ راخوشې كولو له ګامونه پورته كړي او جرمانې ئې هم ادا كړي