د جشن آزادۍ په اړه د ملټي مارشل آرټس شو به د اګست په 8مه نېټھ كېږي

فيصل آباد02 اګست (اے پي پي) د جشن آزادۍ په اړه د ملټي مارشل آرټس شو به د اګست په 8مه نېټھ د اتوار په ورځ مازيګر پنځه بجې په ډي ګراؤنډ كښې كېږي۔په دې شو كښې به د پاكستان ملټي مارشل آرټس لوب غاړي د آرچري٬د توائي كنګفو٬شاولين٬كراټے٬ جمناسټك٬جوډو٬سېلف ډيفنس او د كيك باكسنګ مظاهرې كېږي۔د چيف آرګنائزر محمد اشتياق له مخې دا مقابلې هر كال د اګست په څورلسمه نېټھ كېږي خو سږ كال د محرم الحرام تقدس په نظر كښې ساتلو سره د اګست په اتمه نېټه د دې مقابلو كولو پريكړه شوې