چينائي انجيئنران او عمله به د مهمند بند او د پاكستان په نورو سيمو كښې پرمختيائي چارو لپاره خپله مرسته روانه ساتي۔د چائنه كمپنۍ انجينئرانو ياينګ شنګ پينګ او د ساينګ اينګ”اے پي پي”سره خبرې

پېښور 02 اګست (اے پي پي)په مهمند بند كار كونكے د چينائي كمپنۍ انجينئرانو ياينګ شنګ پينګ او د ساينګ اينګ وئېلي دي چې چينائي انجيئنران او عمله به د مهمند بند او د پاكستان په نورو سيمو كښې پرمختيائي چارو لپاره خپله مرسته روانه ساتي٬پاكستان او چين د داسو په پېښه يو موټې دي٬د ګل په ورځ د يوې دستورې په موقع اے پي پي سره په خبرو كښې دوي ووئيل چې د مهمند بند پروژې ترسره كېدو سره به د پاكستان حكومت او اولس ته ګټه ورسي۔دوي ووئيل چې دلته مونږ د امنيت كومه ستونزه نه لرو٬د پاك پوځ او امنيت نورو ادارو اهلكار شپه او ورځ زمونږ په امنيت مامور دي او مونږ په يو ښه ماحول كښې كار روان ساتلې۔دوي ووئيل چې د داسو بند د پېښې نه پس زمونږ امنيت زيات كړې شوې او په دې مونږ د پاكستاني حكومت او پاك پوځ مننه كوو