پېښور 01 اګست (اے پي پي) د لوي اختر د رخصتې په مهال د هېواد د بېلا بېلو برخو څخه د 27 لكه نه زياتو سېلګري د خېبر پښتونخوا د سېلګرې ځايونو ته راغلي دي او د دې په بدل كښې دلته د 67 اربه روپو نه زيات كاروبار شوے. د خېبر پښتونخوا د حكومت له مخې د لوي اختر د رخصتې په مهال د هېواد د بېلا بېلو برخو څخه سېلګرو په شمالي سيمو كښې د سېلګرې د ځايونو سفر كړے. د شمېرو له مخې تقريباً 27 لكه سېلګرو د اختر رخصتي تېرولو لپاره د خېبر پښتونخوا د ښائسته درو انتخاب كړے او د دې په نتيجه كښې دلته د 67 اربه روپو نه زيات كاروبار شوے. د خېبر پښتونخوا د حكومت له مخې سېلګرو د سوات درې په بېلا بېلو ځايونو او كالام او ناران كښې په ښائسته درو كښې دا ورځې خپلو كورنيو سره تېرې كړې دي. د يادونې وړ ده چې وزيراعظم عمران خان د پاكستان په شمالي سيمو كښې د سېلګرې په اړه ډېر اقدامات او هڅې كړې دي. ده په هر يو پلېټ فارم سېلګري په ډاګه كولو لپاره غږ پورته كړے او نړۍ ته ئې وئيلي دي چې پاكستان تر ټولو محفوظ هېواد دے. د اختر په موقع د دومره سېلګرو راتګ د دې خبرې علامت دے چې د وزيراعظم عمران خان د پالېسو نتيجې راوتل پېل شوي دي او په هېواد كښې د سېلګرې د ودې خوب پوره كېدونكے دے.