د وزيراعظم عمران خان د ويژن له مخې به كمزورو او په تېر وخت كښې د پرمختګ څخه پاتې شوې سيمو ته په هر سيكټر كښې پرمختګ وركولې شي۔د آئي ټي وفاقي وزير امين الحق

كوئټه 30 جولائي (اے پي پي)د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د ويژن له مخې به كمزورو او په تېر وخت كښې د پرمختګ څخه پاتې شوې سيمو ته په هر سيكټر كښې پرمختګ وركولې شي٬د بلوچستان پسماندګۍ او بې روزګاري به نظر كښې نيولو سره د آئي ټي په څانګه كښې د هغه ځاې ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولې شي٬په دې لړ كښې به بلوچستان سره تعلق لرونكو 100 زده كونكو ته د آئي ټي په اړه انټرن شپ وركولې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په كوئټه كښې د سافټ ويئر ټېكنالوجي پارك دورې او مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د ادارې ډائرېكټر محمد اصف په بلوچستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په اړه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو او د مسئلو څخه يې خبر كړو۔ وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل چې د وزيراعظم ډيجيټل پاكستان وژن له مخې به تر دسمبر 2022 د بلوچستان پشمول په ټول هېواد كښې 5G نېټ ورك خپرولې شي۔