پېښور 30 جولائي (اے پي پي) د پېښور كارخانو ماركيټ سره نزدې په ملك تاج آباد سيمه كښې د پوليسو په ګاډي نامعلوم تن د لاس بمي بريد وكړو چې په نتيجه كښې يې پوليس اهلكار شهيد او يو لاروې ژوبل شوے۔ د حيات آباد تاڼې پوليسو له مخې د جمعې په ورځ د آر آر اېف پوليسو په ګاډي كوم چې د پوليو مخ نيوي كمپائن په مهال په ګزمه و چې په ملك تاج آباد سيمه كښې نامعلوم كس لاسي بمي بريد كړو چې په نتيجه كښې يې پوليس اهلكار ابن امين په ټكي شهيد او لاروې ژوبل شو كوم چې په سمدستي توګه د مرستې لپاره د رېسكيو 1122 ډلې نزدې روغتون ته منتقل كړو۔ د پېښې نه پس پوليسو سيمه په ولقه كښې اخستلو سره عمليات پېل كړل۔