بنو٬په دوكان لاسي بمي بريد كښې دوه كسه ژوبل شول

پېښور 29 جولائي (اے پي پي)بنو كښې په دوكان لاسي بمي بريد كښې 2 كسه ژوبل شوي۔په ميريان سړك په موټرسائيكل ناستو نامعلومو كسانو د زيارت په شپه ابوخيفه ټاؤن كښې د ډګري كالج نمبر 1 سره نزدې په دوكان لاسي بم وغورځولو۔د پوليس له مخې په بريد كښې دوه كسه ژوبل شوي كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي ۔پوليس د پېښې ځاے څخه شواهد راغونډولو سره نورې پلټنې پیل كړې دي