د کرونا وائرس څلورمه چپه زياته خطرناكه ثابتېدې شي٬ ډېلټا ويرئينټ وائرس څخه بچ كېدو له په اېس او پيز عملدرآمد باوري كول ضرورې دي ۔ جام کمال خان

کوئټه27جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي جام کمال خان په مشرۍ كښې صوبه كښې د كرونا وائرس د موجوده صورتحال، ډيلټا ويرئينټ،ويکسينيشن، د مثبت کېسونو شمېرې ،د اېس او پيز په خلاف ورزۍ د جرمانو لګولو ٬ په روغتونونو كښې د كرونا رنځورانو لپاره د كټونو او په مكران ډويژن كښې د كرونا وائرس د کيسونو زياتې شوې شمېرې د صورتحال جاج واخسستلے شو، په غونډه كښې ټولو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې پرائمري اېنډ سېكنډري هېلت كيئر سېكرټري د بريفنګ په مهال ووئيل تر اوسه په صوبه كښې 4 لكه 55 زره 410 كسانو ته واكسين لګولې شوي۔ ده ووئيل د تېرو 7 ورځو په مهال كوېټه كښې د مثبت كېسونو شرح 2.7 ٬ په كېچ كښې 24.7 او په ګوادر كښې 28.7 فيصد ده۔ غونډه د كرونا ويکسينيشن پحقله هم خبر كړې شوه۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعلٰې جام كمال خان ووئيل د كرونا وائرس خپل شكل بدلوي٬ د کرونا وائرس څلورمه چپه زياته خطرناكه ثابتېدې شي٬ ډېلټا ويرئينټ وائرس څخه بچ كېدو له په اېس او پيز عملدرآمد باوري كول ضرورې دي ۔ ده اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې په اېس او پيز عملدرآمد لپاره دې د قانون سازۍ عمل ګړندے كړے شي او تكنيكي هيومن ريسوس ښه كولو سره د وائرس څلورمې چپې څخه بچ كېدو لپاره دې ښه اقدامات باوري كړے شي۔