په كے ټي اېچ كښې د كورونا وائرس رنځورانو لپاره 106 كټونه بېل كړے شوي

پېښور 27 جولائي (اے پي پي)په خېبرټيچنګ هسپتال كښې د كورونا وائرس رنځورانو لپاره 106 كټونه بېل كړے شوي۔د روغتون انتظامې له مخې په 56 بيډز د كورونا وائرس رنځوران پراته دي۔په روغتون كښې 25 وينټي ليټرز د كورونا رنځورانو لپاره بېل كړے شوي۔په روغتون كښې 15 رنځوران په بائي پيپ او وينټي ليټرز پراته دي۔په اېچ ډي يو كښې 26 رنځوران دي٬د كم مقدار په آكسيجن 15 رنځوران پراته دي٬په روغتون كښې د كورونا نور درې رنځوان هم داخل كړی شوي۔