د آزاد کشمیر په انتخاباتو كښې هند د عمران خان کامیابۍ نه يره كښې دے٬ په الېكشن كښې دې اولس زيات مهر په بېټ ووهي۔ د چوهدری فواد حسېن میډیا سره خبرې

APP22-040721 ISLAMABAD: July 04 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhary Fawad Hussain briefs the media persons at PM Secretariat. APP photo by Saleem Rana

پنډ دادن خان 25 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن وئيلي دي چې د آزاد کشمیر په انتخاباتو كښې د عمران خان د کامیابۍ نه هند په يره كښې دے٬ په الېكشن كښې دې اولس زيات مهر په بېټ ووهي٬ پاك پروردګار ته كه منظور وي کشمیر كښې به پي ټي آئي حكومت جوړوي۔ د اتوار په ورځ په پنډ دانخان كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل نن هندي ميډيا د کشمیر په اړه د عمران خان د حکومت بشپړه مخالفت كړې٬ په آزاد کشمیر كښې د عمران خان حكومت جوړېدو سره به هند ته لوے زيان ورسي۔ ده ووئيل پنډ دادنخان د پي ټي آئي مركز دے٬ زه د پي ټي آئي كانديد ته په ووټ وركولو د اولس مننه كوم۔ كشمیریانو ته مباركي وركولو سره وفاقي وزير ووئيل د پاكستان دننه آزاد او سپېځلې انتخابي عمل د كشميريانو اميدونه روښانه كړي۔ ده ووئيل يو ورځ به خامخه په مقبوضه كشمير كښې اولس آزادانه انتخاباتو كښې خپل حق استعمال كړي۔ ده ووئيل په پاکستان او کشمیر كښې په مجموعی توګه انتخابي عمل سوله ايز ٶ۔ ده ووئيل د بده مرغه په يوه پېښه كښې د پي ټي آئي كاركن شهيد شوے دے٬ د پیپلز پارټۍ ځينې خلقو د پولنګ په مهال په يو شمېر ځايونو كښې بريدونه كړې دي۔ وفاقي وزير ووئيل 50 فيصده ټرن آٶټ يو مثبت پېشرفت