په آزاد جمو و کشمير كښې په مجموعي توګه انتخابات سوله ايز او په سپېځلي ډول جاري دي۔عبدالرشيد سلهريا

APP10-250721 HYDERABAD: July 25 –Kashmiri women showing Identity Cards while standing in queue at polling station to cast their votes during AJK Legislative Assembly Elections 2021 at GOR Colony. APP photo by Farhan Khan

ميرپور 25 جولائي (اے پي پي) د آزاد جمو و کشمير چيف اليکشن کمشنر عبدالرشيد سلهريا وئيلي دي چې په آزاد جمو و کشمير كښې په مجموعي توګه انتخابات سوله ايز او په سپېځلي ډول جاري دي ۔ په ميرپور كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل هيله ده چې په انتخاباتو كښې د ووټونو ټرن آٶټ به د 56 فيصده نه زيات وي، ځينې ځايونو كښې د امن يو دوه پېښو اطلاعات موصول شوې دي او په مجموعي توګه انتخابي عمل په سوله ايز ډول جاري ٶ۔ چيف اليکشن کمشنر ووئيل پريذائيډنګ آفيسرز ته امر شوې دې د نتيجو اعلان د شېډول له مخې وكړي او پولنګ اېجنټس ته د نتيجو كاپي وركړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پولنګ عمل سهار اته بجے پېل شوے ٶ او كوم ووټران چې تر پنځو بجو د پولنګ سټېشنز په حدودو كښې موجود وي ھغوي ته به د ووټ كاسټ كولو اجازه وي۔ د دې نه وړاندې چيف الېكشن كمشنر عبدالرشيد سهلريا د کوټلي ، ميرپور او بھمبر د بېلا بېلو پولنګ سېټشنز دوره وكړه او د پولنګ عمل جاج ئې واخست۔