سندھ كښې بلدياتي انتخابات به د ټولټاكنو نه وړاندې كېږي۔ مراد علي شاه

حېدرآباد 25 جولائي (اے پي پي) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه وئيلي صوبه كښې به بلدياتي انتخابات د ټولټاكنو نه وړاندې كېږي۔ مراد علي شاه دا خبره په د رئيس امان الله شاهاني په استوګنه ميډيا سره خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل سندھ كښې به بلدياتي انتخابات داسې كولې شي چې چا ته پرې اعتراض نه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مردم شمارۍ اعتراضونه سي سي آئي كښې وړاندې كړې شوې دي۔ د دې نه وړاندې سيد مراد علي شاه كلي كښې بېلو كسانو سره غمرازي وكړه۔