سېلاب ځپلي هنان ولايت كښې د مرستې په پېشكش چين د پاكستان مننه وكړه

بيجنګ 22 جولائي (اے پي پي) په هنان ولايت كښې د سېلاب له امله د شوي زيان ازالې په لړ كښې د مرستې په پېشكش كولو چين د پاكستان مننه كولو سره وئيلي دي چې دواړه هېوادونو د يو بل ريښتيني ملګري دي۔ دواړه په هر مشكل وخت كښې د يو بل ملګرتيا كوي۔ د چين خارجه وزارت وياند ژاٶ لي جيانګ د معمول بريفنګ په مهال ووئيل په هنان ولايت كښې سېلاب ځپليو لپاره په دړد لرو٬ افسوس كولو او د مرستې جذباتو په څرګندولو د پاكستاني واكمنو او اولس مننه كوٶ۔ده ووئيل د پاك چين د ملګرتيا سفارتي اړيكو 70 كاله بشپړ شوې دي٬ د خارجه دفتر وياند ټويټ له مخې پاكستاني حكومت او اولس د چين په هنان ولايت كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله په شوي قېمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ځائي اېمرجنسي مېنجمنټ بيورو له مخې په هنان ولايت كښې د باران او سېلاب له امله 33 كسان مړه او 8 بې دركه دي او د جولائي 16مې نېټې راهسې په صوبه كښې د بارانونو له امله 30 لكه كسان ځپلې شوې دي