
بیجنګ۔22جولائی(اے پی پی) چين كښې د سختو بارانونو نه وروسته د راغلې سېلابونو د لاسه هنان صوبه كښې 33 كسان مړه او 8 نور بې دركه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د هنان صوبائي رېسكيو وياند ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د دې طوفاني بارانونو د لاسه نزدې 30 لكه وګړي ځپلې شوي دي كومو كښې چې 376،000 كسان محفوظ ځايونو ته رسولې شوي دي۔ هغه زياته كړه چې د سېلاب اوبو په لويه رقبه ولاړ فصلونو ته زيان رسولې چې اندازه ئې نزدې 188،6 ملین امريكائي ډالره لګولې شوې ده۔