په حاجيانو صاحبانو كښې د كورونا په شمول كوم بل رنځ رامخے ته نه شو۔ د روغتيا وزارت

مکه۔22جولائی(اے پی پی) د سعودي عربستان د روغتيا وزارت وياند وئيلي دي د روان كال په مهال حج كوؤنكو احتياطي تدبيرونه خپلولو سره مناسك حج كاميابۍ سره ترسره كړي دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د سعودي عربستان د روغتيا وزارت وياند ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې د روان كال په مهال د حج ورځو كښې د ټولو حاجيانو صحت د اطمينان وړ پاتے شوے او دوئي په احتياطي تدبيرونو عمل كولو سره مناسك حج كاميابۍ سره ترسره كړي دي۔ وياند ووئيل د مني ٬ مزدلفه او عرفات ټول روغتونونه او هېلت سېنټرې په كومه هم صحي مسئله قابو موندلو له چمتو دي۔ هغه ووئيل ټول وګړي بايد په اېس او پيز عملدرآمد وكړي او په خاص توګه د اختر په ورځو كښې دې د دې زيات اهتمام وكړے شي