
کوئټه19جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا د ډېره غازي خان په تونسه بائي پاس د ټرافيكې پېښې په نتيجه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ګورنر غمژنو كورنيو سره د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي د حق رسېدليو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يوو۔ ده د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔(GUL)