امريكې او اسرائيل ترمينځه فضائي دفاع څانګه كشې د مرستي لوظنامه

مقبوضه بيت المقدس 18جولائي (اے پي پي) امريكې او اسرائيل ترمينځه فضائي دفاع په څانګه كښې د شريكي مرستي يوه لوظنامه شوي۔ د فلسطين د مركزي اطلاعات له مخي د لووظنامي ترمخه امريكا او اسرائيل به فضائي آپريشنز كښې هم د يو بل سره مرسته كوي۔اسرائيل پوځ د اړخه جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې د دې لوظنامي مقصد د دواړه هېوادونو ترمينځھ شريكې دفاع او شريكي مرستي ته وده وركول دي۔د امريكې صدر جوبائيډن څه موده وړاندي ووئيلي ؤ چې امريكا او اسرائيل به فضائي دفاع نظام آئرن ډوم اپ ګريډ كولو كښې د اسرائيل مرسته كوي۔