ډيلې 18 جولائي (اے پي پي) هند كښې د تيرو درې ورځو راهسې روان باران په نتيجه كښې 14 كسان مړه شوي دي۔د هند ميډيا له مخي د ريسكيو وياند ميډيا ته ووئيل ممبئي نشيبي سيمو كښې د باران له امله سيلاب راغلې چې په نتيجه كښې د چيمبور سيمي بھر نګر كښې د كور چهت راپريوتو سره نورو ګڼو كورنو ته هم زيان رسيدلې او 11 كسان مړه شوي۔وياند ووئيل بل پلو وكروولي سيمه كښې د يو كور چهت راپروتو په نتيجه كښې 3 كسان مړه شوي دغسې 16 كسان ژوندي بچ كړې شوي۔ اين ډي آر اېف اوس هم د ملبې لاندي د نورو كسانو د شته والي اندېښنه څرګنده كړي۔ د موسمياتو محكمې راروانو 24 ساعتونو په مهال د باران سلسله روانه پاتې كيدو امكان څرګند كړې۔