چين كښې جوړيدونكي ودانۍ راپريوته، 8 كسان مړه ، 2 ژوبل

بيجنګ 17جولائي (اے پي پي) د چين ختيزه صوبې فوجيان كښې جوړيدونكي ودانۍ راپريوتي چې په نتيجه كښې ئې 8 كسان مړه او 2 ژوبل شوي۔ د چين ميډيا له مخي يونګان ښار داهو سيمه كښې جوړيدونكي ودانۍ په سمدستي توګه راپريوتي د كومي د ملبې لاندي څخه چې 10 كسان ګهير شوي۔يونګان ميونسپل چارواكو ميډيا ته ووئيل د ودانۍ راپريوتو نه پس ريسکيو ډچلي د مرستي کارروائي پيل كړي او ملبے لاندي څخه ګهير شوي كسان ئې راوېستلو سره نزدې روغتون ته رسولي۔ يونګان ميونسپل چارواكو د 8 كسانو د مړيني تصديق کړې دغسې 2 كسانو حالت خطر څخه بهر ښودلې شوي۔