د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ازبكستان خپل همڅنګ عبدالعزيز كاميلوف سره ملاقات

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ دوشنبے كښې د اېس سي او شنګھائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقعه د ازبكستان خپل همڅنګ عبدالعزیز کامیلوف سره ملاقات كړے۔ د خارجه دفتر له مخې د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو او د مقبوضه جموں و كشمير صورتحال په شمول په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د زمكېزو او هوائي رابطو ودې او د توان د اړوندو منصوبو زر تر زره ترسره كولو له د خپل لوظ پخلے وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او ازبكستان ترميځه د اېس سي او په شمول په ټولو نړيوالو فورمونو مرسته خوشبينه وګرځوله او د دې لا مستحكمولو له ئې په ګډه د هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔ په دې موقعه د افغانستان په بدلېدونكي صورتحال او امن له د پاكستان په مصالحانه كردار هم خبرې وشوې۔ ازبک خارجه وزير افغانستان كښې امن له د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔دغسې دواړه خارجه وزيران دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له په ګډه هلو ځلو كولو ته صلاح شول۔ ازبک خارجه وزير د پاكستان جيو اكنامك وژن ستائنه كولو سره ووئيل زمونږ مشرتابه تاشقند كښې كاسا كنفرنس كښې ګډون كولو له د وزيراعظم عمران خان ٬ خارجه وزير او د پاكستان پلاوي راتللو ته سترګې په لار ده