بغداد 13 جولائي (اے پي پي)د عراق په سوئېلي الناصريه ښار كښې امام حسېن روغتون كښې تېره شپه د اور لګېدو په پېښه كښې 52 كسان مړه او 22 ژوبل شوي۔د عراق سركاري خبري اژانس ادارې(آئي اېن اے)وئېلي دي دا پېښه په امام حسېن ټيچنګ روغتون كښې د كورونا وائرس له امله ځپليو كسانو لپاره آئسولېشن مركز كښې د آكسيجن سلنډرو له امله د اور لګېدو په سوب رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې ئې ګڼ شمېر كسان مړه شوي او ګڼ شمېر په مركز كښې ګير شوي۔سرچ اينډ رېسكيو عمليات اوس هم روان دي۔د پېښې نه سمدستي پس د عراق چارواكو د مرستې هلې ځلې پېل كړي۔پوليس د روغتون هېډ نيولے او د هغه څخه ئې پلټنې پېل كړي