حكومت كرونده ګرو ته د ډرپ اېريګېشن نظام په لګولو 60 فيصده سبسډي وركوي۔ د پنجاب د زراعت محكمه

پېنډۍ ۔13جولائی (اے پی پی) د پنجاب د زراعت محكمې وياند وئيلي دي حكومت د اوبه خور نوې نظام ته وده وركولو له كرونده ګرو ته د ډرپ اېريګېشن نظام په لګولو 60 فيصده سبسډي وركوي۔ وياند ووئيل د اوبه خور دې نوې نظام سره به كرونده ګرو ته اوبه او سره د فصل ضرورت له مخې هر وخت ترلاسه وي۔ د اوبه خور په روايتي نظام كښې اوبه ضائع كېدو سره سره فصل ته په مناسب وخت نه ترلاسه كېږي۔ دا يو صفا او آسان نظام دے په كوم كښې چې لختې جوړولو ته حاجت نه وي۔ دې سره د وخت ٬ خوارۍ او اوبو 50 فيصده بچت كېږي۔ د دې نوې نظام د لارې اوبه د قطرو په شكل كښې نېغ په نېغه د بوټو جرړو ته ننوځي۔ هغه ووئيل چرته چې زمكه هواره نه وي ٬ يا صحرا وي نو دغلته دا د اوبه خور يو بهترين نظام دے ٬ د كرونده ګرو پام به دې پلو ګرځول وي دغسې چې د موسمياتي بدلون او د اوبو كمي په ډول ستونزو باندې قابو موندلو سره د خوراك په لړ كښې په خپلو پښو اودرېدل باوري كړے شي۔