د پاکستان د هاکۍ نامتو لوبغاړے نويد عالم پحق ورسېد

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د پاکستان هاکۍ نامتو لوبغاړے اولمپئين نويد عالم پحق رسېدلے۔ د نويد عالم په مړينه د پاكستان هاكي فېډرېش صدر برېګيډيئر (ر) خالد سجاد کھوکھر، عمومي سېكتر اولمپين آصف باجوه، د قامي سلېكشن كمېټۍ چيئرمېن منظور جونيئر او د هاكي لوبغاړو د غمرازۍ څرګندونه كړې ۔ نويد عالم په كال 1994 كښې په نړيوال هاكي كپ كښې ګولډ مېډلسټ او په كال 1994 كښې د ورلډ كپ سكواډ كم عمره پرائيډ آف پرفارمنس ؤ ٬ د نويد عالم څو اوونۍ وړاندې د کېنسر رنځ تشخيص شوے ٶ