بيجنګ 13 جولائي (اے پي پي) په چين كښې يو غمژن پلار ته 24 كاله پس خَپل بې دركه شوے زوے به لاس ورغلے دے ۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې ګو ګانګ تانګ نومې كس څخه په كال 1997 كښې د كور مخې نه يوې مېرمن دوه كلن ماشوم تښتولې ؤ او په هېنان ولايت كښې ئې خرڅ كړے ٶ۔ ګوګانګ تانګ د خپل موټر سائيكل د لارې د چين په 20 ولايتونو كښې خپل زوے لټولو او آخر كار په هېنان ولايت كښې ورته په لاس ورغلو ۔ د چين د پبلك سېكورټي وزارت له مخې د زوي شناخت د ډي اېن اے ټېسټ د لارې شوے او د دې نه پس د ھغه په تښتولو كښې ككړ كسان هم نيولې شوي