د عراق په الناصريه امام حسېن روغتون كښې د اور لګېدو له امله د مړو كسانو شمېره 64 ته ورسېده

بغداد 13 جولائي(اے پي پي) د عراق په سوئيلي الناصريه امام حسېن روغتون كښې د اور لګېدو له امله د مړو كسانو شمېره 64 ته رسېدلې او 70 كسان ژوبل دي۔ د برتانيې خبررسنې ادارې له مخې د ګل په شپه په ياد شوې روغتون كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوې چې پكښې تر اوسه د مړو كسانو شمېره 64 ته رسېدلې او د لټون او رېسكيو عمليات اوس هم روان دي۔ د يادونې وړ ده دا پېښه په سوئيلي زي قار ولايت په سرښار امام حسين ټيچنګ روغتون كښې د ځپليو كسانو لپاره د خاص ائسولېشن مركز كښې په اكسيجن سلنېډر د اور لګېدو له امله رامخې ته شوې ده