مانسهرہ 12 جولائی (اے پی پی) د هزاره پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكتر جميل احمد بټل سره نزدې په ترافيكي پېښه كښې د اېم فل زده كوؤنكو په ناڅاپي مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه ووئيل د هزاره بوهنتون استاذان ٬ زده كؤونكي او ټول ملازمين غمجنيو كورنيو سره د غم په دې وخت كښې يو برابر شريك دي۔ هغه ووئيل د قابل او ذهين زده كوؤنكي په حق رسېدل نه يوازې هزاره پوهنتون بلكې زمونږ ټولې ټولنې لپاره لوے زيان دے۔ هغه دعا وكړه چې لويے څښتن دے په حق رسېدلو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ هغه پېښه كښې د سخت ژوبل شوي زده كوؤنكي زر روغتيا له هم دعا وكړه