انقره 11 جولائي (اے پي پي) په ترٍكيه كښې د كډوالو بس پېښې سره مخ شوے، په پېښه كښې 12 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي. د تركيې ځائي مېډيا له مخې دا پېښه په وېن ولايت كښې په مراوي ولسوالې كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د كډوالو ګاډې ښوئېدو سره يوې ژورې كندې ته پرېوتو. په پېښه كښې 12 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي. د يادونې وړ ده چې غېر قانوني كډوال دا لار يونان ته تللو لپاره كاروي.