د پاكستان او انګلستان ترمېنځه دريم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

برمنګهم 11 جولائي (اے پي پي) د پاكستان او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ په اېجبسټن، برمنګهم كښې كېږي. د درې مېچونو په دې سېريز كښې د انګلستان كوربه لوبډلې وړومبې دوه مېچونه ګټلي دي. د دې سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز هم كېږي. د سېريز وړومبې مېچ به د جولائي په 16مه نېټه، دوهم به د جولائي په 18مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د ج ولائي په 20مه نېټه كېږي.