د پاكستان او وېسټ انډيز د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

اېنټيګوا 10 جولائي (اے پي پي) د پاكستان او وېسټ انډيز د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په سرويون رچرډ سټېډيم اېنټيګوا كښې كېږي. د پنځو مېچونو په سېريز كښې د وېسټ انډيز لوبډلې وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز څلورم يو ورځنې مېچ به د جولائي په 15مه نېټه ، پنځم او وروستې مېچ به د جولائي په 18مه نېټه كېږي.