لندن 10 جولائي (اے پي پي) د انګلستان او هند د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه دوهم ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په كاٶنټي كركټ ګراٶنډ كښې كېږي. د انګلستان د كركټ لوبډلې د درې مېچونو په دې سېريز كښې وړومبې مېچ ګټلے دے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې مېچ به د جولائي په 14مه نېټه په چېلمسفورډ كښې كېږي.