ګراس آئيلټ 10 جولائي (اے پي پي) د وېسټ انډيز او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم ټي ټونټي نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په ډېرن سېمي نېشنل سټېډيم ګراس آئيلټ كښې كېږي. د پنځو مېچونو په سېريز كښې د وېسټ انډيز لوبډلې وړومبې مېچ ګټلے دے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم مېچ به د جولائي په 13مه نېټه، څلورم مېچ به د جولائي په 15مه نېټه ، پنځم او وروستې مېچ به د جولائي په 17مه نېټه كېږي.