نوے ډيلے 09 جولائي (اے پي پي) د هند په سوئيلي كېرالا ايالت كښې د ذيكا وائرس د يو كېس تصديق نه پس د ايالت په تولو ضلعو كښې الرټ جاري كړے شوے دے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د صحت ځائي وزير د جمعې په ورځ ووئيل چې د 13 شكمنو كېسونو په اړه تحقيقات جاري دي او ټېسټ لپاره ئې نمونې لېب ته لېږل شوې دي۔ په 24 كلنې اميدوارې مېرمن كښې د ماشي د چيچلو نه پس د ذيكا وائرس د رنځ تصديق شوے، كومه چې د تهېروواننتهام پورم ښار په روغتون كښې بستر ده۔ د يادونې وړ ده چې هند كښې ذيكا وائرس په 17-2016 كښې په لويديځ ګجرات ايالت كښې خپور شوے و۔ د ذيكا وائرس په علاماتو كښې تبه٬ سرخوږې٬ د پټو او جوړونو دړد٬ د سترګو رنځ او خارښت شامل دے۔