د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه دويم يو ورځنے مېچ به (نن) كېږي

لندن۔9جولائی(اے پی پی) د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه د درې يو ورځنو نړيوالو مچېونو سيريز دويم مېچ نن د خالي په ورځ لارډز كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې ته د ګرين شرټس په ضد د -1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې پاكستان ته په اولني يو ورځني مېچ كښې آسانۍ سره په 9 وكټونو ماتې وركړې وه۔ د درې مېچونو سيريز دويم مېچ به د روانې مياشتې په 10 مه او درېم او وروستې مېچ به په 13 مه نېټه برمنګھم كښې كولے شي۔ دې نه وروسته د دواړو لوبډلو ترمينځه ټي 20 سيريز به د روانې مياشتې 16 مې نېټې نه پېل كېږي۔