د انګلېنډ او پاكستان ترمينځه دويم يو ورځنے مېچ نن لارډز كښې كېږي

اسلام آباد۔9 جولائی(اے پی پی)د پاكستان په ضد يو ورځني مېچونو كښې د انګلېنډ تله درنه ده۔ د كال 1974 نه تر دې دمه د دواړو لوبډلو ترمينځه په مجموعي توګه 89 مېچونه شوي دي كومو كښې چې انګلېنډ 54 او پاكستان 32 كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ درې مېچونه د كومې نتيجې نه غېر ختم شوي۔ پاكستان آخري ځل د كال 2019ﺀ مئي مياشت كښې د انګلېنډ دوره كړې وه او د 5 مېچونو په سيريز كښې ئې 0-4 سره ماتې خوړلې وه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د انګلېنډ او پاكستان ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سيريز دويم مېچ نن د خالي په ورځ لارډز٬ لندن كښې كېږي