واشنګټن 07جولائي (اے پي پي)د امريکې په لسو رياستونو كښې د كرونا وائرس په كېسونو كښې د اضافې له مخې صدر جو بائيډن خبردارے وركړے چې د لكهونو په شمېر امريكائي وګړي داسې دي چې تر اوسه ئې واكسين نه دې لګولې چې په سبب ئې ھغه ټولې سيمې خطر سره مخ دي۔ د ځائي ميډيا له مخې خپل بيان كښې صدر بائيډن اولس ته غږ كړے چې ھغوي د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره واكسين ولګوي۔ جوبائيډن ووئيل واكسين نه لګوٶنكو كښې د وائرس په خپرېدو قابو موندلولولپاره وفاقي حكومت د كرونا ريسپانس ډلې فعاله كوي۔ ده ووئيل په راتلونكو څو ورځو كښې به 16 كروړه امريكني واكسين ولګوي۔ ده ووئيل 5 مياشتې وړاندې چې كله ما صدارت ترلاسه كړو نو 30 لكه كسانو ته واكسين وركړے شوي وو