دوحه 07جولائي (اے پي پي)د قطر واكدارانو وئيلي دي مونږ به په لبنان كښې د جاري معاشي بحران له املهوسله والو ځواكونو ته هره مياشت 70 ټنه خوراك وركوٶ۔ د قطر سرکاري خبر رسنې اېجنسۍ كيو اېن اے له مخې قطر به د لبنان وسله والو ځواكونو ته هره مياشت 70 ټنه خوراك وركوي٬ د دې خبرې اعلان تېره ورځ د قطر خارجه وزير شېخ محمد بن عبد الرحمن الثاني د لبنان دورې په مهال كړے۔ د لبنان د پوځ مشر جوزف آؤن پههېواد كښې د وسله والو ځواكونو مرستې لپاره تېره مياشت په فرانس كښې په تابيا شوې غونډه كښې نړيوالو قواٶ ته د مرستې غږ كړے ٶ۔ لبنان د كال 1975 نه تر كال 1990 د كورنيو جنګونو نه پس بدترين معاشي او سياسي بحران سره مخ دے۔لبنان كښې د زياتې شوې ګرانۍ له امله د لبنان پاٶنډ قدر ډېر كمشوے