د بالي وډ نوموړے فنكار او ټرېجډي كنګ دليپ كمار د 98 كالو په عمر كښې په حق ورسېد

ممبئۍ۔7جولائی(اے پی پی) د بالي وډ نوموړے فنكار او ټرېجډي كنګ دليپ كمار د چا خپل نوم چې يوسف خان ؤ د 98 كالو په عمر كښې په حق رسېدلے۔ د دلیپ کمار وياند فېصل فاروقي د هغه د حق رسېدو تصديق كولو سره د هغه په ټويټر اكاؤنټ پېغام جاري كړے كوم كښې چې هغه په زيات خفګان او دړد سره د دليپ كمار د حق رسېدو تصديق كړے۔ د دليب كمار په مړينه د هند وزيراعظم نرېندر مودي خپل ټويټ كښې د دليپ كمار په حق رسېدل كلتوري نړۍ لپاره يو لوئې زيان ګرځولے۔ هغه ووئيل دلیپ کمار به د سېنما په دنيا كښی د يو لېجنډ په توګه ياد ساتلے شي۔ هغه يو ځانګړے ټېلنټ لرلو۔ دا خبره دې ياده وي چې دليپ كمار به بالي وډ كښې’’ټرېجډی کنګ ‘‘ بللے كېدو۔ د هغه په مشهورو فلمونو كښې’’مغل اعظم، دیوداس، نیا دور او رام اور شام‘‘ شامل دي ۔ د هغه فلمي كېرئير په 5 لسيزو محيط دے او وروستے فلم ئې’’قلعه‘‘( 1998 ) ؤ۔