د بلوچستان وزيراعليٰ جام کمال خان د دليپ كمار په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

كوئټه 07 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعليٰ جام کمال خان د بالي ووډ نوموړي اداكار دليپ كمار په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ د وزيراعليٰ سېکټرېټ لخوا د جاري شوې بيان له مخې جام كمال خان ووئيل د ليپ كمار (يوسف خان) د اداكارۍ نه ختمېدونكې نقوش پرېښودي دي۔ جام كمال خان غمژنې كورنۍ سره د يوالي څرګندنه كولو سره د ارواښاد بخښنې لپاره دعا هم وكړه۔