پېښور۔7 جولائی(اے پی پی) د خېبر پختونخوا حكومت وياند او د اطلاعات او لوړو زده كړو خصوصي مرستيال كامران بنګش د لېجنډ اداكار دليپ كمار (يوسف خان) په مړينه دغم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي د غم په دې سخت وخت كښې د خېبرپختونخوا اولس او حكومت د دليپ كمار يوسف خان كورنۍ سره ولاړ دي۔ کامران بنګش ووئيل دليپ كمار ټول عمري پېښور خپل زړه پورې نيولے ؤ۔ داخبره دې ښكاره وي چې دليپ كمار د تېرو څو كلونو نه ناروغه ؤ۔ هغه څو ورځې وړاندې ساه اخستو كښې د تكليف له امله د ممبۍ په روغتون كښې داخل كړے شوے ؤ۔