هند كښې سماجي مشرانو د بشري حقونو د كاركن اسټين سوامي په حراست كښې مړينه وغندله

نوے ډيلے 6 جولائي (اے پی پی) په هند كښې خبريالانو٬ سماجي كاركنانو٬ سياست مدارو او د سوشل ميډيا مصرف كوٶنكو پشمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو د قبائيلو حقونو لپاره د غږ پورته كوٶنكي پادري اسټین سوامي په حراست كښې د مړينې سخته غندنه كړې او ځيني كسانو په زندان كښې د ھغه مرګ قتل ګرځولے ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د سوشل ميډيا صارفينو تېره ورځ په زندان كښې د اسټن سوامي مرګ سخت قهر او ناخوښي څرګنده كړې ځكه چې ھغه په زندان كښې ضعيف كس ؤ۔ د يادونې وړ ده 84 كلن اسټين سوامي د اېګار پرېشد په مقدمه كښې تورن ؤ