سی پېک د بنګله دېش او پاكستان اړیکو او د تجارت په وده کښې مهم كردار لوبولے شي، په بنګله دیش کښې د پاکستان هائي كمشنر عمران صديقي وېبنار ته خطاب

فېصل آباد۔6جولائی(اے پی پی) د پاكستان او بنګله دېش معاشي اړيكو كښې زياتوالي له د پاكستان بنګله دېش شريك بزنس كونسل جوړولو ته اړتيا ده او سي پېك سباؤن كښې د بنګله دېش او پاكستان دوه اړخیزو اړیکو او د تجارت په وده کښې مهم كردار لوبولے شي، دا خبره بنګله دېش كښې د پاكستان هائي كمشنر عمران احمد صدیقی د پاك بنګله دېش اړيكو په اړه يو نړيوال وېبنار ته خطاب كښې وكړه كوم كښې چې د فېصل آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر انجينئر حافظ احتشام جاوېد په خصوصي توګه ګډون كولو۔ هائي كمشنر ووئيل پاكستان او بنګله دېش په زياتو چارو يو ډول نكته نظر لري۔ پاكستانو سرمايه كارو د بنګله دېش ټېكسټائل او ګارمنټس صنعت په قوي بنيادنو اودرولو كښی مهم كردار ترسره كړے۔ هغه ووئيل دا اړيكې لا زياتولو له به د جائنټ اكنامك كمېن په شمول نورو اړوندو ادارو له يو وارې بيا متحرك او فعاله كول وي او دا كار تاجران ٬ صنعتكار او سرمايه كار غوره او به پېشه وره طريقه ترسره كولې شي۔ هغه د دواړو هېوادونو نجي څانګه كښې د رابطو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دا مهال د بنګله دېش معيشت دې كچې ته رسېدلے چې هغه په نورو هېوادونو كښې سرمايه كاري كولې شي۔ په دې صورتحال كښې سي پېك دوي لپاره د سرماريه كارۍ په زړه پورې موقعې وړاندې كوي او د دې د لارې بنګله دېش لويو منډيانو ته رسنه هم ترلاسه كولې شي۔ د فېصل آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر انجینئر حافظ احتشام جاوېد ووئيل فېصل آباد د پاكستان درېم لوئې او مهم ښار دے كوم چې د هېواد معيشت كښې 25 فيصده د قدر وړ برخه اچوي۔ هغه د پاكستان او بنګله دېش معيشت كښې د ټېكسټائل د كليدي كردار ذكر كولو سره ووئيل دې سېكټر كښی عملي مرسته زياتولو له به بنګله دېش له په دې صنعتي سيمه كښې سرمايه كاري كول وي۔ هغه ووئيل د پاكستان جي ډي پي د كورونا باوجود 3.9 فیصد ده او هيله ده چې مونږ به ډېر زر 2.4 ملینه وګړو ته د روزګار نوې موقعې وركړؤ۔ وېبنار ته د اے سي آئي كېميكلز بزنس ډائرېكټر منظور رشيد٬ د تاشو انټر پرائزز ډائرېكټر نبيل عيسی ٬ د يو اېن بي ډھاكه سپېشل كارسپانډنټ صدر الحق ٬ ډھاكه كښې د پاكستان سفارت كمرشل قونصلر سلمان خان او د پاكستان هاؤس ريسرچ اېسوسي اېټ محترمه شائسته رياض هم خطاب وكړو