کوئټه ۔06جولائی(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي وئيلي دي د پاكستان سټيزن پورټل د لارې د خلقو د شكايتونو په وخت اورېدلو او لرې كولو سره نه يوازې د بلوچستان صوبې او وفاقي محكمو كاركردګي پياوړې شوې بلكې دې سره په قامي ادارو د اولس باور هم زيات شوے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ ګورنر هاؤس كوئټه كښې بلوچستان كښې د كار كوؤنكو وفاقي ادارو مشرانو غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ ګورنر امان الله خان ياسين زئي په ټولو سركاري چارواكو زور راوړو چې هغوي د كوم فشار نه لرې د خپلو پېشه وره صلاحيتونه كارولو سره اولس ته پېښې ستونزې لرې كړي۔ دا خبره دې ښكاره وي وزيراعظم عمران خان د هېواد د ټولو صوبو ګورنرانو ته د پاكستان سټيزن پورتل د لارې صوبو كښې په كار كوؤنكو وفاقي ادارو كښې د اولسي شكايتونو د ازالې نظام جاج اخستو له ذمه واري وركړې ۔ صوبه كښې د وفاقي محكمو كاركردګۍ جاج اغستو غونډه كښې ګډون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل چارواكي بايد د ښه ګورننس رامینځ ته کولو او ټولنه ناجائزه هدايات او كرپشن څخه پاکه ساتلو له خپل رول ولوبوي دغسې چې اولس ته د زياتو نه زياتې آسانۍ وركړې شي۔ په دې لړ كښې ضروري ده چې مونږ د خپلو قامي ادارو د كاركردګۍ په باقاعدګۍ سره جاج واخلو او د سپېځلتيا او حساب وركولو عمل مستحكم كړؤ۔ ګورنر ووئيل د پاكستان سټيزن پورټل د لارې د اولسي شكايتونو درج كولو آساني په اولسي كچه ستائلې شي۔ ګورنر په ډاګه كړه چې صوبه كښې د هرې يوې وفاقي ادارې مشر د جاج اخستو غونډې نه وړاندې د بشپړې تيارۍ كولو او د اولسي شكايتونو په وخت د لرې كولو تحريري رپوټ جمع كولو پابند دے۔ د جاج اخستو غونډه كښې د وفاقي محكمو مشرانو د وړاندېزنو او سپارښتنو په نتيجه كښې مهمې پرېكړې هم وكړې شوې