د افغانستان په قندهار ولايت كښې ځانمرګے بريد٬ د دوو كوچينانو پشمول 20 كسان ژوبل شول

کابل 06 جولائي (اے پي پي)دافغانستان قندهار ولايت په سرښار قندھار كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې د دوو كوچنيانو پشمول 20 كسان ژوبل شوي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې ولايتي چارواكو د چاٶدنې تصديق كولو سره وئيلي دي دا چاٶدنه د نهې په ورځ قندهار سټي پوليس ډسټركټ7 كښې ھغه مهال رامېنځ ته شوې كله چې د افغان خاص فورسز قافله تېرېدله۔ د چاٶدنې په نتيجه كښې د دوو ماشومانو پشمول 20 كسان ژوبل شوي۔ تر اوسه د چاٶدنې ذمه واري كومې ډلې په غاړه نه ده اخستې۔