د روسيه لټون كوونكو ډلو د بې دركه شوې الوتكې ملبه په مشرقي بعيد كښې ولټوله

ماسکو 06جولائي (اے پي پي) د روسيه لټون كوونكو ډلو د بې دركه شوې مسافرو الوتكې اېن 26 ملبه مشرقي بعيد كښې لټولې ده۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د روسيې فضائي اېجنسۍ په يو برېښنا ليك كښې وئيلي دي د اېن-26 نومې الوتكه د نهې په ورځ د پيټرو پالوسك- کمچاسکے څخه پالانه پلو روانه وه چې رابطه ئې منقطع شوه چې پكښې د عملې د 6 غړو پشمول په مجموعي توګه 28 كسانو سفر كولو۔ ده ووئيل د رېسكيو ډلو په مشرقي بعيد كښې د بحرالکاهل ساحل څخه د الوتكې ملبه موندلې او د جغرافيائي خصوصيات له امله په ريسكيو عملياتو كښې ستونزې رامخئ ته شوي۔