د کوپا امریکا فټ بال چېمپئن شپ دوهم سيمي فائنل نن كېږي

برازیلیا۔6جولائی(اے پی پی) د کوپا امریکا فټ بال چېمپئن شپ دوهم سيمي فائنل لوبه به نن د شورؤ په ورځ د ارجنټاین او کولمبیا ترمینځه ایسټیټیو نیسیونل مېن ګیریینچا ، برازیلیا كښې ترسره شي. په کوارټر فائنل کښې اکوادور ته 0-3 سره ماتې وركولو سره ارجنټاین لوبډله سيمې فائنل ته رسېدلې وه۔ بلخوا د كولمبيا لوبډله په يوه سخته مقابله كښې يوروګوئے ته په پنالټي ككس 2-4 سره ماتې وركولو سره ټاپ فور راؤنډ ته رسېدلې وه۔ دا باید یاد وساتل شي چې دفاعي چېمپئن برازيلي لوبډله پيرو ته ماتې وركولو سره وړاندې نه فائنل ته رسېدلې ده۔ د كوپا امريكا فټ چېمپئن شپ فائنل معركه به د جولائي په 10 مه نېټه رېوډي جنېرو كښې كېږي