
کارډف۔07جولائی(اے پی پی) د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يوورځنو نړيوالو مېچونو سيريز كښې اولنے مېچ نن د زيارت په ورځ د روانې جولائي مياشتې په 8 مه نېټه كېږي۔ پاكستان دا مهال د انګلېنډ په دوره دے چرته به چې هغه د 8 نه تر 20 جولائي د درېو يو ورځنو او درې ټي ټونټي مېچونو سيريز لوبوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز اولنے مېچ به د جولائي په 8 مه نېټه صوفیهګارډنز، کارډف كښې كولې شي۔ د پاكستان كركټ لوبډلې مشري به نوموړے بېټسمېن بابر اعظم كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې شاداب خان ، فخر زمان، شاهین آفریدی، حسن علی، محمد رضوان او فهیم اشرف شامل دي۔ د انګلېنډ لوبډلې مشري به ایون مورګن كوي۔ د انګلېنډ لوبډلې په نورو لوبغاړو كښې جوروټ، ډېوډ ملان، جوز بټلر، جونی بیئرسټو او عادل راشد شامل دي۔ د سيريز دويم مېچ به په 10 جولائي لارډز كښې او درېم او وروستې مېچ به په 13 جولائي برمنګھم كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي ټونټي سيريز به په 16 جولائي پېل كېږي