اینټیګوا05جولائی(اے پی پی) د پاكستان او وېسټ انډيز مېرمنو كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز اولنے مېچ سبا د شورؤ په ورځ اېنټيګوا كښې كېږي۔ دې نه وړاندې وېسټ انډين لوبډلې د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښی پاكستان وائټ واش كړے۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم يو ورځنے مېچ به د جولائي په 9 مه نېټه ٬ درېم په 12 مه ٬ څلورم په 15 مه او پنځم او ورستې مېچ په 18 مه نېټه كولې شي۔ ټول مېچونه به كالج كركټ ګراؤنډ ٬ اېنټيګوا كښې كېږي